IQNA

د امریکاپه لسګونو پادریانو  د امنیت شورا په وړاندې دغزې داوربندپه ملاتړ کې غونډه وکړه(فیلم)

16:12 - January 11, 2024
د خبر لمبر: 3488557
ایکنا-د امریکا په سلګونو سترو پادریانو د ملګروملتو په امنیت شورا  په غونډیدا سره په غزې کې د جنګ ددریدا او له ا سرائيلي تیریګرو څخه د امریکا د حکومت دملاتړ د ختمولوغوښتنه وکړه.

 ایکنا دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د امرکیا د یهودیانو  دمختلفو فرقو په سلګونو پادریانو او دیني سټوډينټانو د ملګروملتو د هال دننه په شتون سره مظاهره وکړه او  دغزې په جنګ کې ئې  د اور بند غوښتنه وکړه..

دغه پادریانو  چې له ملګروملتو څخه د کتنې په ټوّر کې ئې ګډون کړی،د امنیت شورا هال ته له ننوتلو وروسته ئې پر اوږو،د فلسطین   چفیې  واچولې  او هغه ټوکرې ئې  چې پر دې لیکلي  وو،؛اوس اوربند وکړئ  او بایډن دې داوربند په ضد له ویټو څخه  استفاده  نه کوي، په لاسونو کې اوچت کړل.

دوي په ایکس  چینل کې پخپلو پاڼو کې د امنیت شورا هال ته د ننوتو په وخت انځورونه او کلیپونه او دغه راز له اور بنده  په ملاتړ کې پورته کړئ شوي ډير بینرونه هم خپرۀ کړل.

دغې مظاهرې د سولې لپاهر د یهودي غږ، د اقتصادي او توکمیز عدالت لباهر یهودیان  او د اوربند د ملاتړو پادریانو  پشمول  د سوله غواړو ډلو ټپلو په وسیله  منظمې شوي وې  ،ددوي پر جوزف بایډن غږ  کړی ، چې د خلکو خبرو ته دې غږ کیږدي  او په ملګروملتو کې دې د اوربند  او د انسان د وستانه اقداماتو د فوری ترسره کیدا  د هلوځلو خنډ دې نه کیږي .

راپورونه ښئ د جنګ ضده فعالانو  په جنوبی کارولینا ایالت کې د جوزف بایډن د وینا په وخت هغه  په غزې کې د اور بند په شعارونو سره غافلګیر کړ او هغه ځواب ورکړ چې  د دوي احساسات درکوي  او د اسرائیلو له حکومت سره له غزې څخه  د وتلو لپاره  ملګرتیاکوي. د امریکا په متحده ایالاتو کې د مظاهرو فعلانو شمیر ورځ تر بلې په زیاتیدا دی،او دوي په همداوروستیو کې په نیویارک او لاس انجلس کې لوي سړکونه او پلونه هم وتړل  او د سپيڼې ماڼۍ او کانګرس په وړاندې ئې هم  د غزې په تړانګې د اسرائيلو د دوامدارو  تیریو او بې آمانه بمباریو په محکومیّت کې مظاهرې برابرې کړي دي .

وروستي راپورونه ښئ چې په غزې د اسرائيلي وحشیانو په حملو او بمباریو کې  څه دپاسه درویشت زره فلسطینان شهیدان شوي دي چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي او دغه راز په دغو جنایتونو کې څه  د پاسه اوه پنځوس زره کسان ټپیان شوي او  او دوه میلیونه فلسطینیان هم کډه په سر شوي دي او د غزې زیاتره برخه په کنډوالې بدله شوې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4193173

captcha